د هندوستان لوبډلې چټک او په یو ورځني کرکټ کې تر ټولو غوره توپ اچونکی جسپرېټ بومرا نن ورځ د نړیوال جام څخه په رسمي توګه بهر شو.
نوموړي د ملا درد له امله تېر شوی اسیا جام هم ونۀ لوباوه، هغه د اسیا جام وروسته لوبډلې سره یو ځای شوی ؤ، مګر د تمرین پر مهال د ملا درد بیا تازه له کبله د هند لوبډلې له دوو لوبلړیو اږ اوس دادی له نړیوال جا هم بهر شو.
هېره دې نۀ وي، چې بومرا د هندۍ لوبډلې سره د توپ اچونې په برخه کې د ملا تیر حیثیت لري.

Leave a comment