د ملي لوبډلې ځوان توپوهونکي، ابراهیم ځدران د بي بي سي سره مرکه کې ویلي دي، چې کرکټ مې له وړکتوب څخه کاوه. او ډېره علاقه مې ورسره وه.
نوموړی وایي، نورعلي ځدران مې کاکا دی، او هغۀ ماته لومړي تمرینات د کرکټ په اړه راکړي دي. وایي، هغۀ چې کله په ۲۰۱۰ کال کې د ویسټ انډیز لوبډلې خلاف نیمه سلیزه ووهله نو ماته یې خوند راکړ او د کرکټ لور ته مې توجه زیاته کړه.
ابراهیم ځدران وایي، په کرکټ مې د خوښې لوبغاړي سچن ټنډولکر او کمار سنګکارا دي، او همدارنګه وایي، غواړم د وېرات کوهلي، روهېت شرما او کی اېل راهول پشان توپوهنه ترسره کړم، هغوی ډېره ښۀ توپوهنه کوي.
ځدران زیاتوي، چې د کرکټ درې واړه فارمټونه مې خوښیږي او لوبولی یې شم. او وایي، سلو او تېز دواړه توپ اچونکو پر وړاندې ښۀ لوبېدلای شم. همدارنګه وایي، چې د لوبډلې حالت ته په کتو لوبه کؤم. که تېزې لوبې ته اړتیا وي نو د پام وړ تېزه او که ورو لوبې ته اړتیا وي نو ورو لوبه کؤم.
ابراهیم ځدران په اسیا جام کې د محمد رضوان او وېرات کوهلي وروسته دریم نمبر غوره منډې جوړونکی شو، هغه په دې وروستیو کې افغان کرکټ ته ډېرې لاسته راوړنې هم لري.

Leave a comment