د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیه رئیس نصیب خان د خپلې فېسبوک پاڼې په نوې ځړونه کې لاندې مهمې نقطې تر نظر لاندې نیولې دي او اشاره یې ورته کړې ده:
- حکومت راته په تېرو ۱۴ میاشتو کې ۱.۲ میلیون ډالره بودیجه راکړې ده، چې مونږ پرې د کورني کرکټ ایونټونه ټول وکړل او د زرغون جام په څېر نوي ایونټونه مو هم تاسیس کړل.
- په فرسټ کلاس سیالیو څوارلس میلیون افغانۍ لګښت راغلی دی. دا سیالۍ اوسمهال په خوست او ننګرهار کې روانې دي، او ترسره کیږي.
- د کرکټ نړیوالې شورا اجرائیه رئیس جېف آلرډایس سره مو د افغانستان کرکټ، د هغې په وړاندې خنډونو، بودیجې او د آی سي سي راتلونکې غونډې لپاره په چمتوالي خبرې وکړې. هغوی راته د افغانستان کرکټ بورډ سره د پوره همکارۍ ډاډ هم راکړ.
- د متحده عربي اماراتو سره مو خبري ناسته کړې، او ان شالله چې مونږ ته به په نږدې راتلونکي کې د هغوی هر لوبغالي کې په وړیا ډول د تمریناتو او لوبو کولو اجازه راکړل شي.
- د سوپر کولا شرکت سره تړون ممکن دوامداره شي، خبرې مو کړي، او د دوامداره ملاتړ کوونکي پاتې کېدو په حیث راته د سوپر کولا شرکت ډاډ راکړی دی.

Leave a comment