ابراهیم ځدران د ډېسمبر میاشتې په ۱۲مه نېټه ۲۰۰۱ کال د ګران هېواد په خوست ولایت کې د دې فاني نړۍ ته سترګې غړولي دي.
نوموړی اوسمهال ۲۰ کاله عمر لري، پیلیز توپوهونکی دی، په ښی لاس توپوهنه /توپ اچونه کوي. نوموړی د توپوهنې سربېره مېډیم تېز توپ اچونکی هم دی. ځدران د افغانستان ملي لوبډلې تر څنګ د نولس کلنو، مېس-عینک زون او په شپږیزه کې د کابل بازانو لوبډلې لپاره لوبې کړي دي.
هغۀ په ډېره لږه موده کې د خان او لوبډلو لپاره دېرې کارنامې ترلاسه کړي دي.
نوموړي په ۴ ټېست لوبو کې ۳۵۶ منډې کړي چې تر ټولو لوړ منډې یې ۸۷ دي. همدارنګه یې په ټولو ټېسټ لوبو کې ۲ اوره توپ اچونه هم کړې چې ۱۳ منډې یې ورکړي دي. په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې یې ۵ لوبې کړي ، ۱۵۵ منډې یې ترسره کړي او تر ټولو لوړې منډې یې ۱۲۱* ناسوځېدلې دي.
همدارنګه په ۱۳ شل اوریزو لوبو کې یې ۳۰۱ منډې جوړې کړي چې تر ټولو لوړې منډې یې د هند خلاف په اسیا جام کې ۶۴* ناسوځېدلې دي.
په ۱۸ فرسټ کلاس لوبو کې یې ۱۱۵۶ منډې کړي او لوړې منډې یې ۱۰۵ دي، په توپ اچونه کې یې په ۱۸.۲ اورونو کې ۱۵۰ منډې ورکړي دي. او په ۲۷ لېست ای لوبو کې یې ۹۳۲ منډې جوړې کړي دي، چې لوړې منډې یې ۱۲۷ دي. په توپ اچونه کې یې په ۵۱ اورونو کې ۲۷۴ منډې ورکړې دي.
او په کورنیو شل اوریزو لوبو کې یې ۱۰۲۳ منډې کړي او په توپ اچونه کې یې ۲۶۶ منډې ورکړي دي.
ځدران ته د راتلونکي نړیوال جام په سیالیو کې د ښې توپوهنې او غوره لاسته راوړنو په هیله یم.

Sayed Imran Sadat | Ibrahim Zadran ❤

Leave a comment

Quote of the week

"People ask me what I do in the winter when there's no baseball. I'll tell you what I do. I stare out the window and wait for spring."

~ Rogers Hornsby
Design a site like this with WordPress.com
Get started